نیکولا بیلومو اعلان کړی چې په افغانستان کې یې د اروپايي ټولنې د پلاوي د مشر په توګه خپله نوې دنده پیل کړې ده.
بیلومو په یوه پیغام کې ویلي چې دې نوې دندې ته له پخوانۍ لېوالتیا او ویاړ سره داخلېږي او په افغانستان کې به د اروپايي ټولنې د ګټو او ارزښتونو استازیتوب وکړي.
نوموړي د خپلې دندې د پیل په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

