د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، داسې نښې لري چې د دغه هېواد «دښمنان» ښايي د ټاکنو له رارسېدو مخکې پر اسراییلو د برید هڅه وکړي.
نتنیاهو دا څرګندونې د تلنوف هوايي اډې د لیدنې پر مهال کړې دي. هغه ویلي: «له دې ځایه، د هوايي ځواک له اډې او د اسراییلو د دولت له اوږده لاس تاسو ته پیغام لرم؛ له موږ سره مه نښلئ، نه اوس او نه هېڅکله. زموږ اوږد لاس به هر ځای او هر وخت تاسو ته در ورسېږي.»
هغه د احتمالي ګواښ په اړه نور جزییات نه دي ورکړي او نه یې مشخصه کړې چې د کوم هېواد یا ډلې په اړه خبرې کوي.
د اسراییلو لومړي وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کړي چې په دغه هېواد کې د اکتوبر په ۲۷مه ټاکنې پلان شوې دي.

