د ملګرو ملتونو د کار نړیوال سازمان (ILO) وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان په کاري بازار کې د ښځو ونډه په بېساري ډول کمه شوې او په ۲۰۲۶ کال کې یوازې ۵.۱ سلنې ته رسېدلې ده.
د سازمان د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې د افغان ښځو د کاري ځواک د ګډون کچه ۱۶.۵ سلنه وه، خو اوس د هغې له درېیمې برخې هم کمه شوې ده.
په ورته وخت د نارینهوو په کارموندنه کې چټک زیاتوالی راغلی دی.
د افغانستان لپاره د کار نړیوال سازمان د دفتر مشر ټیټي هابیاکارې ویلي، افغانستان تر هغه یو باثباته او انعطافمن کاري بازار نه شي جوړولای، څو د ټولنې دومره لویه برخه یې له اقتصادي فعالیت بهر پاتې وي.
د راپورونو له مخې، د ښځو د کار ونډې کمېدو اصلي لامل د طالبانو هغه محدودیتونه دي چې د ښځو پر زدهکړو او کار یې لګولي دي. افغانستان اوس د ښځینه کارموندنې له پلوه په نړۍ کې، له یمن وروسته، دویم ټیټ هېواد بلل شوی دی.
سره له دې هم د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په وینا، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ښځینه سوداګریو شمېر لس برابره زیات شوی، ځکه ډېری ښځې له نورو مسلکونو منع شوې دي.

