د افغانستان د متحدې جبهې په نوم د ډلې مشر جنرال سمیع سادات ادعا کړې چې د دې جبهې جنګیالیو تېره شپه د کونړ ولایت د مرکز اسعدآباد ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د طالبانو پر پولیسو عملیات کړي دي.
سادات ویلي، په دغو عملیاتو کې د طالبانو دوه پولیس وژل شوي دي.
په ورته وخت د ازادۍ جبهې په نوم ډلې همداراز ادعا کړې چې د هلمند د ګرشک او موسی کلا ولسوالیو ترمنځ په نوزاد سیمه کې یې هم د طالبانو پر پوسته عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې د طالبانو شپږ غړي وژل شوي او وسلې او پوځي مهمات یې هم د دوی د جنګیالیو لاس ته ورغلي دي.
سمېع سادات ټینګار کړی چې د متحدې جبهې موخه د طالبانو د اوسني نظام پر وړاندې مبارزه او د دغه نظام نسکورول دي.
تر اوسه د طالبانو له لوري د دې ادعا په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې په دې وروستیو کې طالبانو پر ضد د ګڼو پوځي عملیاتو مسوولیت منلی دی.

