د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبېو د کابل هوايي ډګر د ۲۰۲۱ز کال د اګست د ۲۶مې برید د پنځمې کلیزې په مناسبت، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل «ناورینبار» بللی او ویلي یې دي چې دغه پېښه د امریکا په تاریخ کې «تور داغ» دی.
روبېو ویلي، د ۲۰۲۱ز کال په برید کې ۱۳ امریکايي سرتېري او له ۱۶۰ ډېر افغان ملکي وګړي ووژل شول او ۴۵ امریکايي سرتېري ټپیان شول.
هغه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د وژل شویو کسانو یاد به تل تازه وي.

