چهارشنبه, سپتمبر 23, 2026
Homeافغانستانله واخان تر چین د «ورېښمو لارې» سړک رغنیزې چارې بشپړې شوې

له واخان تر چین د «ورېښمو لارې» سړک رغنیزې چارې بشپړې شوې

د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې د «ورېښمو لارې» په نوم د هغه ستراتېژیک سړک د جوړولو چارې بشپړې شوې چې د بروغل سیمې د چین تر پولې پورې غځېدلی دی.

د طالبانو د حکومت د بدخشان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د معلوماتو له مخې، د دې سړک اوږدوالی ۱۲۱ کیلومتره دی او د نقشې له مخې یې سور له ۷ تر ۱۰ مترو پورې جوړ شوی دی.

د یاد ریاست د رییس مولوي امان‌الله چهره په وینا، پر سړک د هوارکارۍ او جغل اچونې ترڅنګ درې لوی پلونه هم جوړ شوي دي. دغه پلونه د بروغل، بزای ګنبد او چین پولې ته څېرمه سیمو کې موقعیت لري او هر یو یې شاوخوا له ۲۰ تر ۲۲ مترو پورې اوږدوالی لري.

د طالبانو د بدخشان د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وايي، د سړک د جوړولو پروژه د اړوند وزارت له‌خوا د ۳۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړه شوې او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکې کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here