په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو، ځورولو او جبري ایستلو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
په ایران او پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال وايي چې د پولیسو له لوري د نیولو او جبري ایستلو بهیر سخت شوی او ګڼې کورنۍ له وېرې او نامعلوم برخلیک سره مخ دي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو ته د رسېدنې کمېسیون د شمېرو له مخې، په تېره نږدې یوه میاشت کې له ایران او پاکستانه له ۳۹ زرو ډېر افغانان په جبري او داوطلبانه ډول هېواد ته ستانه شوي دي.

