د پخواني حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو ادارې عمومي رئیس فضل محمود فضلي وايي، ملګري ملتونه په افغانستان د پاکستان د هوايي بریدونو په غندلو کې د پاکستان له نوم اخیستو په قصدي ډول ډډه کوي.
فضلي په ایکس کې لیکلي چې په دغو بریدونو کې بېګناه ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
هغه د افغانستان د بېثباتۍ په اړه د ملګرو ملتونو د یوناما د رول په تړاو هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغه سازمان نور د بېطرفۍ ادعا نه شي کولای.
فضلي خبرداری ورکړی چې نړیوال ځواکونه یو ځل بیا افغانستان د پراخې کورنۍ جګړې پر لور بیایي.

