د چارو ادارې پخواني رئیس، فضل محمود فضلي، د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل خان اپریدي وروستیو څرګندونو ته چې ویلي یي وو: “پاکستاني پوځ دې خپله ډالري جګړه خیبر پښتونخوا کې نه کوي” ویلي، چې سهیل افریدي یو ځل بیا ثابته کړه چې پاکستان د “ډالري جګړې” تر نوم لاندې د پښتنو سیمې د پوځي عملیاتو او دوامدار تاوتریخوالي ډګر ګرځولي دي.
فضلي په خپله ایکس پاڼه ویلي، د پاکستاني پوځ له خوا د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته روان تاوتریخوالی د اسلاماباد له پخوانۍ ستراتیژۍ سره تړاو لري؛ هغه ستراتیژي چې د ده په خبره، د امنیتي ګواښونو په پلمه د پښتنو سیمو د بېثباته ساتلو لپاره کارول کېږي.
نوموړي زیاته کړې، له ارومچي مذاکراتو وروسته که څه هم پاکستان او د طالبانو حکومت د افغان کلیو د بمبارۍ په اړه چوپتیا خپله کړې، خو د سرحدي بریدونو او ورځنیو تیریو لړۍ لا هم روانه ده.
د فضلي په وینا، افغانان د دې جګړې اصلي قربانیان دي.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل خان اپریدي ویلي وو، پاکستاني پوځ باید خپله “ډالري جګړه” د پښتنو په سیمو کې ونه کړي او بل ځای ته یې یوسي.

