د طالبانو حکومت یوې امنیتي سرچینې ویلي چې د طالبانو د مذاکرهکوونکي ټیم غړی عمار یاسر چې په دې وروستیو کې یې د طالبانو پر مشر ملا هبتالله اخوندزاده نیوکه کړې وه، له افغانستانه وتلی دی.
سرچینه وايي، عمار یاسر د نیول کېدو له وېرې، د نیوکې له مطرح کولو وروسته په هماغه شپه افغانستان پرېښود.
د طالبانو حکومت تر اوسه د عمار یاسر د وتلو او د نوموړي د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

