د بلخ پخواني والي او د اسلامي جمعیت مشر عطا محمد نور ویلي چې که اړتیا شي، د هغه څه په اړه به معلومات خپاره کړي چې په وینا یې د بهرنیو استخباراتي کړیو له خوا د ځینو کسانو له روزنې، ملاتړ او تنظیم سره تړاو لري.
نور په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې «د پردې تر شا رازونه، دفترونه، روزنیز کمپونه، مالي ملاتړ، مشران او د پټو استازو نومونه او ځایونه» افشا کولی شي.
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې د ده په وینا، د «نیابتي کېدو» او د پردیو د پیادهنظام په توګه د بدلېدو د خطر په اړه یې پیغام له نیوکو سره مخ شو.
نور ویلي، د هغه موخه د خلکو خبرداری او د هېواد د خیر غوښتنه ده، څو د افغانستان ځوانان د پخوانیو نیابتي جګړو د دوام لپاره ونه کارول شي.
نوموړي همداراز زیاته کړې چې د افغانستان د ستونزو یوه برخه د بهرنیو لاسوهنو او نیابتي جګړو له امله رامنځته شوې ده او ویلي یې دي چې که اړتیا شي، د دې موضوع په اړه به «تفصیلي حقایق» وړاندې کړي.

