یکشنبه, سپتمبر 27, 2026
Homeافغانستانعطا محمد نور: د پردیو د خوښۍ او شهرت لپاره دې ځوانان...

عطا محمد نور: د پردیو د خوښۍ او شهرت لپاره دې ځوانان د جګړې قرباني نه شي

د بلخ پخواني والي او اسلامي جمعیت ګوند مشر عطا محمد نور ویلي چې د پردیو د خوښۍ او شخصي شهرت لپاره باید د بېړنیو پروګرامونو له لارې ځوانان، کډوال او د خلکو اولادونه د جګړې ډګر ته ونه لېږل شي.

نور په یوه ټویټ کې ویلي چې چریکي او ګوریلایي جګړې ستراتیژیک لید، پراخې تجربې او پخې، مسؤلانه، متحدې او ټولشموله طرحې ته اړتیا لري.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان ازادي باید د خلکو د خپلواک هوډ او زړور اقدام له لارې ترلاسه شي، نه دا چې افغانان د بهرنیو قدرتونو نیابتي ځواک او پیاده‌نظام وګرځي.

د جمعیت اسلامي مشر ویلي چې دا دریځ یې د وطن‌پالنې له احساس او د ۴۵ کلنې جګړې او مبارزې له تجربې سرچینه اخلي، نه د کوم بې‌اساسه مخالفت له امله.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here