د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین ویلي، حکومت یې د هېواد د ټولو وسلهوالو ډلو د بېوسلې کولو لپاره داسې پلان جوړ کړی چې ټاکل شوې د ۲۰۲۷ کال تر جون پورې بشپړ شي.
د عراق د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه پلان مسوده به په راتلونکو ورځو کې وړاندې شي او د عملي کېدو لپاره به په کې مشخص مهالوېش شامل وي.
د وزارت په وینا، د عراق لومړي وزیر د بېوسلې کولو بهیر د بشپړېدو لپاره د راتلونکي کال جون وروستۍ نېټه ټاکلې ده.
د راپور له مخې، د وسلهوالو ډلو د بېوسلې کولو پر سر د امریکا فشارونه، سیمهییز کړکېچونه، اقتصادي ستونزې او د بهرنیو پانګونو د جلب اړتیا د بغداد د دې هڅې له مهمو عواملو دي.

