د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، تهران د دیپلوماتیک حل موندلو لپاره جدي دی، خو په ورته وخت کې د هر ډول پوځي تېري پر وړاندې د خپل هېواد د دفاع لپاره هم چمتو دی.
عراقچي له بهرنیو سفیرانو سره په یوه غونډه کې ویلي، ایران چمتو دی چې د دیپلوماتیکو لارو یوې عادلانه حللارې ته ورسېږي، خو که پوځي تېری پرې وشي، تهران به «لا سخت او ویجاړوونکی» ځواب ورکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې مهال کړي چې تهران د امریکا سره د خبرو لپاره د اووه ورځني پلان وړاندیز کړی دی. د پلان له مخې، که امریکا اړین شرایط ومني، د هرمز تنګی به په شپږمې ورځ بېرته پرانیستل شي او په اوومه ورځ به د وروستۍ هوکړې لپاره خبرې پیل شي.
عراقچي ټینګار کړی چې ایران نه غواړي د دیپلوماسۍ دروازه وتړي، خو وايي تهران به د فشار او ګواښونو له لارې د هوکړې منلو ته اړ نه شي.

