د طالبانو په لومړنۍ واکمنۍ کې د بامیانو والي او اوسني پوځي چارواکي عبدالله سرحدي ویلي، د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې د بامیانو د بودا تاریخي مجسمو په ویجاړولو کې مستقیم رول درلود.
سرحدي له بيبيسي سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې «بودا مې په خپلو لاسونو ویجاړ کړ» او د دغو تاریخي مجسمو له ویجاړولو پښېمانه نه دی.
نوموړي ویلي، «هر څه چې مو کړي او کوو، د خدای د لارښوونې او قانون له مخې دي» او زیاته کړې یې ده چې دوی بتان ماتوي، نه یې پلوري.
طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې د بامیانو د صلصال او شمامې سترې بودا مجسمې ویجاړې کړې چې هغه مهال یې د نړیوالې ټولنې پراخ غبرګونونه راوپارول.
سرحدي چې هغه مهال په بامیانو کې د طالبانو والي او پوځي قوماندان و، اوس د طالبانو له لوري د کندوز د ۲۱۷ عمري قول اردو د مرستیال په توګه دنده ترسره کوي.

