اسلام اباد کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل ویلي چې د زلمي خليلزاد له لوري پر پخواني ولسمشر محمد اشرف غني لګېدلي د فساد تورونه ناسم او د هغه په حق کې ظلم دی.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي چې په تېرو څلورو لسیزو کې فساد افغانستان ته تر ډېره د بهرنیو لاسوهنو او تحفو په توګه راغلی، په ځانګړي ډول سیاسي فساد چې د هغه په وینا ځینو سفارتونو د سیاسي او ټولنیزې مهندسي لپاره کارولی دی.
مشعل زیاتوي چې افغان ځوان نسل د دې بهیرونو په اړه لا ډېر پوهاوی لري.
هغه که څه هم وایي چې د اشرف غني له نږدې حلقې سره یې په ګڼو مسایلو کې اختلاف درلود، خو ټینګار کوي چې د وجدان له مخې اړ دی د هغه د وطندوستۍ، تدبیر او د هېواد د بقا د پلانونو یادونه وکړي.
د هغه په وینا، غني د داسې طرحې په پلي کولو سره چې هدف یې د داخلي جګړو مخنیوی و، د افغانستان د بېثباتۍ د زیاتېدو مخه ونیوله.
مشعل همدارنګه وایي چې ځینې بهرني هېوادونو غوښتل افغانستان د “دوهمې سوریې” په بڼه بدل کړي، خو د هغه په باور غني دغه پلانونه ناکام کړل.
نوموړي په پای کې ویلي چې افغانان حق لري پر خپلو مشرانو انتقاد وکړي، خو باید د نورو د روایتونو تر اغېز لاندې پرېکړې ونه کړي او د ولس سیاسي شعور ته باید درناوی وشي.
د هغه په وينا«مونږ به له خپلو مشرانو ګیلې او شکایتونه لرو، شاید ډیرو مواردو کې انتقاد ولرو، خو د نورو په روایت یې نه تلو. هغه چې پرون دې مفکر ګاڼه، چې پلان یې درته تطبیق نګر نو اوس فاسد شو ؟ د افغان ولس سیاسي شعور ته دومره هم په سپکه کتل ندي پکار.»

