سه شنبه, سپتمبر 22, 2026
Homeکورپاڼهسپینې ماڼۍ سي‌اېن‌اېن، ام‌سن او پولیټیکو رسنۍ له خبري پوښښ منع کړې

سپینې ماڼۍ سي‌اېن‌اېن، ام‌سن او پولیټیکو رسنۍ له خبري پوښښ منع کړې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې له همدې شېبې به سي‌اېن‌اېن (CNN)، ام‌سن (MSNOW) او پولیټیکو (Politico) د سپینې ماڼۍ له لاسرسي منع وي.

ټرمپ په خپل بیان کې پر دغو رسنیو د «جعلي خبرونو» د خپرولو تور لګولی او ویلي یې دي چې دوی د ده د ادارې او د امریکا په اړه ناسم خبرونه خپروي.

هغه د پولیټیکو په اړه ادعا کړې چې د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې پر مهال یې د امریکا له حکومت د ۸ میلیونه ډالرو ګډون‌لیک ترلاسه کړی و او دا یې «فساد» بللی دی.

ټرمپ ویلي، نورې رسنۍ هم چې په وینا یې جعلي خبرونه خپروي، ښايي له سپینې ماڼۍ د لاسرسي له محدودیت سره مخ شي.

تر اوسه دغو رسنیو د ټرمپ د دې پرېکړې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here