د خیبر پښتونخوا اعلیٰ وزیر سهیل افریدي ویلي چې د پښتنو د وینې پر سر به هېڅ ډول معامله ونه کړي.
افریدي ویلي، تل یې د پوځي عملیاتو په اړه «بلکل نه» دریځ خپل کړی او په وینا یې، له دې وروسته به هم د پوځي عملیاتو مخالفت ته دوام ورکړي.
نوموړي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت او د ترهګرۍ پر وړاندې د پوځي عملیاتو په اړه د پاکستان حکومت او د تحریک انصاف ترمنځ اختلافات زیات شوي دي.

