پاکستان کې د طالبانو حکومت سفیر، سردار احمد شکېب، د خیبر پښتونخوا چارسدې ته سفر کړی او د شیخ محمد ادریس کورنۍ ته یې د افغان حکومت له لوري د خواخوږۍ پیغام رسولی دی.
ښاغلي شکیب په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د دیني علماوو وژل کېدل د اسلامي امت لپاره ستره ضایعه ده او دا ډول پېښې د اسلام او مسلمانانو دښمنان ترسره کوي.
هغه ویلي: «موږ د شیخ ادریس د شهادت له امله ژور خپګان لرو. د علماوو شهادت د افغانستان، پاکستان او ټولې اسلامي نړۍ لپاره دردناکه پېښه ده.»
نوموړي زیاته کړې چې د چارسدې سفر یې د “اسلامي امارت” د مشرتابه او افغان حکومت له رسمي پیغام سره ترسره کړی، څو د قرباني شوې کورنۍ، د دارالعلوم حقانیه استادانو او زده کوونکو سره د خواخوږۍ څرګندونه وشي.

