چهارشنبه, سپتمبر 30, 2026
Homeټکنالوژيزکربرګ: د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب لپاره پر ګډ چوکاټ هوکړه شوې

زکربرګ: د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب لپاره پر ګډ چوکاټ هوکړه شوې

د مېټا اجرائیوي مشر مارک زکربرګ وايي، د امریکا په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ټکنالوژۍ له نورو مشرانو سره تر لیدنې وروسته، د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب لپاره پر یوه ګډ چوکاټ هوکړه شوې ده.

زکربرګ ویلي، په دې چوکاټ کې د شرکتونو د داخلي کنټرولونو پیاوړتیا، د احتمالي خطرونو ارزونه، د خپلواکو بهرنیو پلټونکو کارول او د مدیره پلاوو له خوا د پلټنو د پایلو ارزونه شامله ده.

نوموړي دا هوکړه د مصنوعي ځیرکتیا د خوندیتوب لپاره لومړنی ګام بللی او ویلي یې دي چې موخه یې د صنعت په کچه د ګډو خوندیتوب معیارونو رامنځته کول دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here