دوشنبه, اکتوبر 5, 2026
Homeافغانستانروسیه کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه مشورتي غونډن...

روسیه کې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه مشورتي غونډن پیا شوه

د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» اتمه مشورتي غونډه نن د اکټوبر په ۵مه، د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پیل شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان، روسیې، ایران، چین، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړپوړي چارواکي ګډون کوي.
بلاروس او مصر هم د مېلمنو په توګه غونډې ته بلل شوي دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یوه پلاوی هم په غونډه کې ګډون کوي.

ټاکل شوې متقي د افغانستان د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي او د غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم وګوري. لاوروف د غونډې له پیلېدو مخکې له متقي سره لیدلي دي.

د غونډې په اجنډا کې له افغانستان سره د سیمې د هېوادونو سیاسي او اقتصادي همکارۍ، د ترهګرۍ او نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه او سیمه‌ییز امنیت شامل دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچونه هم د بحث له مهمو موضوعاتو بلل شوي دي.

تمه ده چې د غونډې په پای کې د ګډونوالو له لوري ګډه خبرپاڼه هم خپره شي.

دا غونډه یو ځل بیا داسې مهال ترسره کیږي چې له روسیې پرته د طالبانو حکومت لا هم د سیمې هېوادونه په رسمیت نه پېژني خو ډیپلوماتیکې اړیکې او تعاملات یې ورسره دوامداره ساتلي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here