شنبه, اگست 15, 2026
Homeافغانستانرحمت شاه په خپله لوبډلمشرۍ کې لومړنۍ سلیزه ووهله

رحمت شاه په خپله لوبډلمشرۍ کې لومړنۍ سلیزه ووهله

د افغانستان او ایرلېنډ کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لوبلړۍ په وروستۍ لوبه کې لوبډلمشر رحمت شاه او پیلیز لوبغاړي صدیق اتل په زړه پورې منډې وکړې.

صدیق اتل چې ډېره د پام وړ پاڼۍ یې ولوبوله، ونه توانېد یو ځل بیا سلیزه جوړه کړي او په ۹۸ منډو وسوځېد.

رحمت شاه په ۱۰۹ توپونو سل منډې وکړې او دا یې په خپله لوبډلمشرۍ کې لومړنۍ انفرادي سلیزه ده.

په ورته وخت، د ایرلېنډ پر وړاندې لوبلړۍ د رحمت شا په لوبډلمشرۍ لومړنۍ رسمي دوه اړخیزه لوبلړۍ هم ده چې افغانستان ګټلې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here