د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد نه کارېږي او «اسلامي امارت» دا اجازه نه ورکوي.
مجاهد له پاکستانه غوښتي چې په خپله خاوره کې د وسلهوالو ډلو د فعالیتونو مخه ونیسي، ځکه د امنیت ستونزې باید د افغانستان پر ځای د پاکستان دننه حل شي.
هغه ویلی، «اسلامي امارت» په خپله تګلاره کې ژمن دی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان په ګډون د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې عاصم منیر ویلي وو، ترهګري د افغانستان له خاورې سرچینه اخلي او د طالبانو له حکومت یې د وسلهوالو د مرکزونو د له منځه وړلو غوښتنه کړې وه.
منیر همداراز ادعا کړې چې هند له پوځي ناکامۍ وروسته یو ځل بیا د ترهګرۍ د ملاتړ پخوانۍ تګلارې ته ستون شوی دی.

