د طالبانو ویاند، ذبیحالله مجاهد، له «آرټي» شبکې سره په خبرو کې ویلي چې طالبان د نړیوال رسمیت پېژندنې لپاره د خپلو کورنیو پالیسیو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو په اړه د بدلون غوښتنې منلو ته چمتو نه دي.
مجاهد د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه د دیني باورونو او ځانګړو قوانینو یادونه کړې او په دې برخه کې یې د پالیسۍ د بدلون کومه نښه نه ده ښودلې.
هغه له امریکا سره د دیپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو او د امریکا سفارت د بېرته پرانیستلو، د بندیزونو د لېرې کولو او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د آزادولو غوښتنه کړې ده. نوموړي روسیه د سیمې مهم شریک بللی او د سوداګرۍ، تېلو او انرژۍ په برخو کې یې له دغه هېواد سره د همکاریو د پراختیا خبر ورکړی.
مجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له پنځو کلونو ډېر وخت کېږي د افغان نجونو پر مخ د زدهکړو دروازې تړل شوي، ښځې له کاري فرصتونو بېبرخې شوي او له ګڼو ټولنیزو فشارونو او محدودیتونو سره مخ دي.

