د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ډیسک رییس ذاکر جلالي ویلي، تاریخ، جغرافیه او اقتصادي منطق دا ثابتوي چې د افغانستان له ګډون پرته د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ اغېزمنه نښلېدنه ممکنه نه ده.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان له پامه غورځول نه عملي دي او نه هم دوام کولی شي.
د هغه په وینا، سیمهییز اتصال د شمولیت، اقتصادي محاسبې او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړ فکر ته اړتیا لري، نه احساساتي او غبرګونیزو سیاستونو ته.
ذاکر جلالي زیاته کړې چې یوازې یو هر اړخیز، رغنده او اقتصادي پلوه عملي چوکاټ کولی شي د سیمې خلکو ته ګډه سوکالي رامنځته کړي.
هغه خبرداری ورکړی چې یوازې امنیتي او محدود لیدلوري به د تېرو تېروتنو د تکرار لامل شي، نه د ستونزو د حل.

