د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) په تازه اعلان شوې درجهبندۍ کې د افغانستان مخکښ توپاچوونکی راشد خان د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو په برخه کې د نړۍ د لومړي نمبر توپاچوونکي مقام خپل کړی دی.
راشد خان، چې د نړۍ په بېلابېلو سوداګریزو لیګونو کې د خپل جادویي سپین بال له امله ځانګړی شهرت لري، اوس د ICC په دواړو مهمو فارمټونو کې د توپاچونې پاچا بلل کېږي.
همدا رنګه په شل اوریزو سیالیو کې د افغانستان بل وتلی سپینر مجیب الرحمن هم د نړۍ د غوره لسو توپاچوونکو په نوملړ کې ځای لري او نهم مقام یې خپل کړی دی.
بلخوا په یو ورځنیو لوبو کې ځوان الراونډر عظمت الله عمرزی د ۲۱م مقام په ترلاسه کولو سره د راتلونکو ستورو له ډلې شمېرل کېږي.
د یادونې ده چې افغان کرکټ ملي لوبډلې په وروستیو کلونو کې د نړۍ د سترو لوبډلو پر وړاندې د پام وړ پرمختګ کړی او ګڼ افغان لوبغاړي ښې لاسته راوړنې لري.

