دوشنبه, اکتوبر 5, 2026
Homeکورپاڼهد ښوونکو نړیواله ورځ؛یونسکو: له ښوونکو سره ودرېږئ!

د ښوونکو نړیواله ورځ؛یونسکو: له ښوونکو سره ودرېږئ!

نن د اکتوبر ۵مه، په ټوله نړۍ کې د ښوونکو ورځ لمانځل کېږي.

دغه ورځ له ۱۹۹۴ز کال راهیسې هر کال د ښوونکو د ونډې، حقونو او مسلکي اهمیت د درناوي لپاره د ښوونکو په ورځ نومول شوې.

د ۲۰۲۶ کال د ښوونکو نړیوالې ورځې شعار «له ښوونکو سره ودرېږئ؛ د مسلک د ساتنې، د هغوی د مقام د لوړولو او زموږ د راتلونکي د جوړولو ۶۰ کاله» دی.

سږ کال د ۱۹۶۶ کال د کار نړیوال سازمان او یونسکو د ښوونکو د وضعیت د سپارښتنې ۶۰مه کلیزه هم ده.

یونسکو وايي، ښوونکي د باکیفیته زده‌کړو لپاره اساسي رول لري او له حکومتونو او ټولنې غواړي چې د هغوی مسلکي مقام، کاري شرایط او د پرېکړو په بهیر کې ونډه پیاوړې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here