شنبه, سپتمبر 26, 2026
Homeامنیتد پاکستان دېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر پوسته برید؛ ۱۱...

د پاکستان دېره اسماعیل خان کې د پولیسو پر پوسته برید؛ ۱۱ کسان وژل شوي، ۳۰ ټپیان شوی دي

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په دېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د دارازینډه سیمې د «امان مېله» پر ګډې امنیتي پوستې چاودنه شوې ده.

د ژغورنې ادارې «ریسکیو ۱۱۲۲» په وینا، د چاودېدونکو توکو ډک موټر له پوستې سره تر ټکر وروسته چاودلی، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

د ریسکیو ډلې وايي، د پېښې له سیمې څخه د وژل شویو کسانو جسدونه را ایستل شوي او ټول ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here