جمعه, اگست 7, 2026
Homeاقتصادد هرمز تنګي اندېښنو د تېلو بیې لوړې کړې

د هرمز تنګي اندېښنو د تېلو بیې لوړې کړې

د نړیوالو بازارونو له اندېښنو سره د تېلو بیې لوړې شوي. د برېنټ خامو تېلو بیه ۱.۲ سلنه لوړه شوې او یو بېرل یې ۸۳.۴۸ ډالرو ته رسېدلی دی.

همداراز، د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ خامو تېلو بیه ۱.۱ سلنه لوړه شوې او یو بېرل یې ۷۸.۸۴ ډالرو ته رسېدلی دی.

د تېلو د بیو د لوړوالي اصلي لامل د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ په اړه اندېښنې بلل شوي دي.

دا اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې ایران د عمان په همغږۍ وړاندیز کړی د هغو هېوادونو کښتۍ چې «دښمن» بلل کېږي، له دې مهمې سمندري لارې منع کړي او د سرغړونو لپاره جریمې وټاکي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here