د طالبانو د حکومت د چارو ادارې په رسمي وېبپاڼه کې د هبتالله اخندزاده هغه فرمان خپور شوی چې په کې د خپلولۍ، ودونو، مصیبتونو او له حج او عمرې د راستنېدو پر مهال د ناسمو او له حده زیاتو دودونو د مخنیوي غوښتنه شوې ده.
په فرمان کې د ودونو د درنو لګښتونو، لوړو مهرونو او هغو دودونو د مخنیوي غوښتنه شوې چې د خلکو پر اقتصادي وضعیت فشار اچوي. همداراز ټینګار شوی چې د بالغې نجلۍ له رضایت پرته د هغې واده نه شي کېدی او نوموړې د خپل اجباري واده په اړه اړوندو ادارو ته د شکایت حق لري.
فرمان همداراز له حج او عمرې د راستنېدو پر مهال د لویو مېلمستیاوو، خیراتونو او قیمتي ډالیو له دود د ډډې غوښتنه کوي او وايي چې دغه ډول درانه لګښتونه د ځینو خلکو لپاره د حج او عمرې د سفر د ځنډ یا محرومیت سبب ګرځي.
د فرمان له مخې، اړوند وزارتونه، علما، امامان، قومي مشران او رسنۍ مکلفې دي چې خلکو ته د دې احکامو په اړه پوهاوی ورکړي او د عملي کېدو لپاره یې هڅې وکړي.
فرمان د توشیح له نېټې نافذ بلل شوی او په رسمي جریده کې هم خپور شوی دی.
د طالبانو د حکومت د مشر دغه نوی فرمان په داسې حال کې یو ځل بیا را تازه کیږي چې خپله د دوی د حکومت ډېری چارواکي او ټیټ پوړي غړي هم پرې عمل نه کوي او تر ډېره دا فرمانونه د کاغذونو پر مخ وي خو یوازې په ملکي وکړو په جدي ډول عملي کیږي.

