په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو پخواني همغږي کوونکي جولیان لېزلي ویلي، د پخواني افغان ولسمشر ډاکتر نجیب الله د وژل کېدو له امله د شرم احساس کوي.
لېزلي بيبيسي سره په مرکه کې د نجیب الله په اړه ویلي چې نوموړی ډېر ارام، باعزته او سنجیده و، په یوه ساده او کانکریټي ودانۍ کې اوسېده، ډېر مفشن ژوند یې نه درلود، تل یې خپلې موخې په دقت تعقیبولې او پر ځان باوري وو.
ښاغلی لېږلي هغه مهال چې ډاکتر نجیب الله د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه وړې وه او هلته اوسېده، په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر له مسؤلینو و.
د بيبيسي د راپور له مخې، لېزلي په ۱۹۸۹ کال کې کابل ته تللی و څو د ملګرو ملتونو د استوګنې دفتر جوړ کړي او له هغه وروسته یې له افغانستان سره اړیکو دوام پیدا کړ.
نوموړي د افغانستان په اړه کتاب هم لیکلی، د تاریخي اثارو د بیارغونې په چارو کې یې کار کړی او له سیاست، کلتور او ټولنې سره پراخه بلدتیا لري.

