د مقاومت جبهې په نوم ډلې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري د امریکا د کانګرس د افغان الاصلې استازې عایشه وهاب پر هغو څرګندونو نیوکه کړې چې له طالبانو سره یې د ډیپلوماټیک تعامل ملاتړ کړی دی.
نظري ویلي، د طالبانو له حکومت سره تعامل د دې ډلې د عادي کولو او مشروعیت ورکولو په معنا دی او پر وهاب یې نیوکه کړې چې د طالبانو مخالفان یې کماهمیته ښودلي دي.
نوموړي د طالبانو د عادي کېدو اړوند له مخالفانو غوښتي چې د سولهییزو اعتراضونو، عامه ناستو او رسنیزو فعالیتونو له لارې د افغانستان او طالبانو په اړه د مېرمن وهاب د دریځونو په اړه پوښتنې مطرح کړي.
وهاب مخکې ویلي وو چې امریکا باید له طالبانو سره د ډیپلوماسۍ له لارې تعامل وکړي، څو د بشري حقونو، ښځو او مدني حقونو په برخه کې د هغوی پر چلند اغېز وکړي.

