د نړیوالې همکارۍ لپاره د قطر د دولت وزیرې ډاکټر مریم بنت علي بن ناصر المسند د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې او د یوناما له مشرې رباب فاطمې سره لیدلي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دغه لیدنه د سپټمبر په ۲۳مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۱مې غونډې په څنډه کې ترسره شوې ده.
د دې لیدنې د موضوعاتو او مطرح شویو بحثونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

