یکشنبه, اگست 9, 2026
Homeلوبېد فوټبال د مشهور ستوري لیونل میسي تر ټولو ستر ملاتړی «پلار»...

د فوټبال د مشهور ستوري لیونل میسي تر ټولو ستر ملاتړی «پلار» یې ومړ

د فوټبال د مشهور ستوري لیونل میسي پلار جورج میسي د ۶۸ کلونو په عمر د ارجنټاین په روزاریو ښار کې مړ شوی دی.

جورج میسي د خپل زوی د فوټبال د مسلک له لومړیو پړاوونو راهیسې د هغه ملاتړ کاوه او د لیونل میسي د مسلکي ژوند په اوږدو کې یې د هغه د استازي په توګه هم فعالیت کړی و.

د راپورونو له مخې، لیونل میسي به له امریکا ارجنټاین ته سفر وکړي، څو د خپل پلار د جنازې او مخه‌ښې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د میسي د پلار له مړینې وروسته د فوټبال یو شمېر مشهورو کلبونو او د ارجنټاین فوټبال فدراسیون له میسي او د هغه له کورنۍ سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here