د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت د مرکزي قطعاتو او سیمهییزو قول اردوګانو ۱۰۹ ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود د ګډو محاربوي زدهکړو له قوماندانۍ فارغ شوي دي.
د وزارت په وینا، یادو کسانو د ځانګړو پوځي مهارتونو په برخه کې روزنه ترلاسه کړې ده؛ خو د روزنې د ډول، مودې او دقیق ځای په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
تر اوسه دا هم نه ده روښانه شوې چې فارغ شوي ځواکونه به له روزنې وروسته په کومو دندو او سیمو کې وګومارل شي.

