چهارشنبه, اکتوبر 14, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت: په یوه ورځ له پاکستان او ایرانه ۳۵۴ افغان...

د طالبانو حکومت: په یوه ورځ له پاکستان او ایرانه ۳۵۴ افغان کورنۍ راستنې شوي

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د چهارشنبې په ورځ له پاکستان او ایرانه ۳۵۴ افغان کورنۍ چې ۱۵۶۰ تنه کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د کمېسیون د ورځني راپور له مخې، له تورخم ۱۰۱ کورنۍ، له سپین بولدک ۴۱، د نیمروز د ورېښمو پل له لارې ۱۷۴ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۳۸ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.

راپور زیاتوي چې په همدې ورځ ۴۸ کورنۍ، چې ۲۵۱ غړي لري، له کابل، تورخم او سپین بولدک خپلو اړوندو ولایتونو ته لېږدول شوي او د ترانسپورټ لپاره ورسره نغدي مرستې شوې دي.

د طالبانو حکومت وايي، په تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام کلا کې له راستنېدونکو کورنیو سره ټولټال ۹۸۸ زره افغانۍ مالي مرسته شوې ده.

د راپور له مخې، راستنېدونکو ته خوراکي، روغتیايي او مخابراتي خدمات هم وړاندې شوي، ۱۴۲ سیمکارتونه وېشل شوي او په تورخم، اسلام کلا او کابل کې له ۲۳۳۸ ناروغانو ته روغتیايي خدمات رسېدلي دي.

د کمېسیون په وینا، راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې او نورو خدماتو په اړه هم عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here