چهارشنبه, اکتوبر 14, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت: نورستان کې د داعش او مخالفو وسله‌والو پر ضد...

د طالبانو حکومت: نورستان کې د داعش او مخالفو وسله‌والو پر ضد عملیات پای ته ورسېدل

د طالبانو حکومت دفاع وزارت ویلي، پرون د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د داعش او نورو مخالفو وسله‌والو پر ضد د دوی عملیات پای ته ورسېدل.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې دغه وسله‌وال د پاکستاني پوځي نظام په ملاتړ د ډیورنډ کرښې له لارې د افغانستان خاورې ته داخل شوي وو.

د خبرپاڼې له مخې، په عملیاتو کې ۴۱ تنه وژل شوي او ۶۲ نور ژوندي نیول شوي دي.

تر اوسه د دې ادعاوو په اړه مخالفو لورو څه نه دي ویلي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here