د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت شارژدافیر احضار کړی او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو په اړه یې اعتراض څرګند کړی دی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پاکستان سفارت شارژدافیر ته احتجاج لیک سپارل شوی او یاد بریدونه یې د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بللی دی.
د طالبانو حکومت ویلي چې په دغو بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې او دا اقدامات یې د اسلامي، نړیوالو، بشري او د ګاونډیتوب له اصولو سره په ټکر کې بللي دي.
خبرپاڼه کې هغه ادعاوې هم رد شوي چې د پاکستان وروستۍ امنیتي پېښې له افغانستان سره تړاو لري. د طالبانو حکومت ویلي، د دغو ادعاوو پر بنسټ پوځي اقدامات د واقعیتونو د تحریف، د عامه افکارو د مغشوشولو او د پاکستان د داخلي ستونزو د پټولو هڅه ده.
په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې پاکستان په دا ډول پوځي اقداماتو سره له سیمهییزو هېوادونو سره د شویو ژمنو له عملي کولو د تېښتې لار ګوري څو خپل ځان بوخت وښیي.

