چهارشنبه, اگست 26, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د بدخشان او سرپل ولایتونو لپاره خپل لوړپوړي چارواکي...

د طالبانو حکومت د بدخشان او سرپل ولایتونو لپاره خپل لوړپوړي چارواکي رد و بدل کړل

د طالبانو حکومت د یو شمېر ولایتونو او دولتي ادارو لپاره د والي، امنیه قوماندان او نورو لوړپوړو چارواکو په کچه نوې ټاکنې اعلان کړې دي.

د دغو بدلونونو له مخې، په یو وخت کې د بدخشان او سرپل د ولایتونو په مشرتابه کې هم بدلون راغلی او د کورنیو چارو او ټولګټو وزارتونو په کچه هم نوي چارواکي ګومارل شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، د طالبانو د مشر د حکم له مخې ملا رحمت‌الله نجیب چې د کورنیو چارو وزارت پخوانی اداري مرستیال و، د بدخشان والي ټاکل شوی دی.

د بدخشان پخوانی والي مولوي محمد اسماعیل غزنوي بیا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او مراقبت د مرستیال په توګه ټاکل شوی او د دغه ولایت پخوانی امنیه قوماندان مولوي عبدالبصیر مظهري د کندهار د ټولګټو ریاست د رئیس په توګه ګومارل شوی دی.

د سرپل پخوانی والي ملا احمدشاه دین‌دوست د بدخشان د امنیه قوماندانۍ د مشر په توګه ټاکل شوی، په داسې حال کې چې د لغمان پخوانی والي ملا بختیار معاذ د سرپل ولایت ته را بدل شوی دی.

همداراز، د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او مراقبت پخوانی مرستیال ملا عبدالجبار معاون د کورنیو چارو وزارت د اداري مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

دا ګومارنې په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې بدخشان د طالبانو د ځواکونو او مخالفو وسله‌والو ترمنځ د نښتو شاهد و او د دغه ولایت پر عمومي امنیتي وضعیت یې اغېز وکړ.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here