د طالبانو حکومت دفاع وزارت وايي، د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ په استقامت کې د داعش ډلې او نورو وسلهوالو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره عملیات ترسره شوي دي.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې دغه وسلهوال د ډیورنډ کرښې له غاړې د پاکستاني ملیشو په ملاتړ او هڅونه د افغانستان خاورې ته د ناامنۍ جوړولو په موخه را اوښتي وو.
خبرپاڼه زیاتوي چې د طالبانو حکومت امنیتي او دفاعي ځواکونو د دغو کسانو پر وړاندې عملیات کړي چې په پایله کې یې د داعش او نورو وسلهوالو ۲۸ کسان وژل شوي، ۳۲ تنه ژوندي نیول شوي او پاتې کسان بېرته د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د پاکستاني ملیشو مرکزونو ته تللي دي.
دفاع وزارت ادعا کړې چې په دې ډله کې پاکستاني ملیشې، پاکستاني اربکیان او داعشيان هم موجود وو.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادو کسانو ډېری یې د تېر حکومت نظامیان وو چې د پاکستان استخباراتو بهرنیو هېوادونو ته د پناه او لوړو معاشونو د برابرولو په پلمه پاکستان ته وربللي او د پوځي زده کړو له ترلاسه کولو وروسته یې نورستان ته استولي وو.
د طالبانو حکومت دفاع وزارت پر پاکستان غږ کړی چې د افغانستان پر ضد د وسلهوالو د ملاتړ پر ځای دې خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي.
همداراز، دغه وزارت له هغو پخوانیو نظامیانو او نورو کسانو چې په وینا یې د پاکستاني استخباراتو او نورو ډلو له خوا تېر ایستل شوي، غوښتي چې له دغو ډلو جلا شي او د دوی له امنیتي او پوځي لیکو سره یوځای شي.

