د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د شیخ هبتالله اخندزاده د فرمان پر بنسټ د حکومت په بېلابېلو ملکي او امنیتي برخو کې نوې ټاکنې ترسره شوې دي.
مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو بدلونونو له مخې د فاریاب پخوانی والي ملا عبدالاحد فضلي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزیر په توګه ټاکل شوی، او پر ځای یې ملا محمد حنیف حمزه د فاریاب د والي دنده پر غاړه اخیستې ده.
د هغه په خبره، مولوي عبدالرحمن حقاني د خوست والي او مولوي عبدالله مختار د بغلان والي ټاکل شوي دي.
همداراز ملا محمد ولي جان د بادغیس د والي په توګه ګومارل شوی دی.
مجاهد زیاته کړې چې په امنیتي برخه کې هم بدلونونه راغلي، چې له مخې یې مولوي عبدالقیوم هلال د بغلان امنیه قومندان، ملا عبدالحق د میدان وردګ امنیه قومندان او مولوي محمد عمر مخلص د نیمروز امنیه قومندان ټاکل شوي دي.
د مجاهد په وینا، یو شمېر نور کسان د مرستیالانو او اړوندو ادارو په مهمو بستونو کې هم ټاکل شوي، چې موخه یې د ادارو لا پیاوړتیا او د چارو ښه تنظیم بلل شوی دی.

