چهارشنبه, اکتوبر 14, 2026
Homeافغانستاند سند محکمې د افغان طبي محصلانو د زده‌کړو د دوام په...

د سند محکمې د افغان طبي محصلانو د زده‌کړو د دوام په اړه لنډمهالی حکم صادر کړ

د پاکستان د سند عالي محکمې د افغان طبي محصلانو د زده‌کړو د دوام په اړه د هغوی په ګټه لنډمهالی حکم صادر کړی دی.

د محکمې د پرېکړې له مخې، هغه افغان محصلان چې په پاکستان کې په طب او ستوماتولوژۍ پوهنځیو کې زده‌کړې کوي، تر بلې اورېدنې پورې کولی شي خپلو ټولګیو ته ولاړ شي او له پوهنتونونو او لیلیو به نه ایستل کېږي.

دا قضیه وروسته له هغې محکمې ته ولاړه چې د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) له پوهنتونونو وغوښتل چې د افغان طبي محصلانو د بېرته ستنولو بهیر پیل کړي.

د محصلانو وکیلانو استدلال کړی و چې د دغو محصلانو د زده‌کړو درول به د هغوی راتلونکی اغېزمن کړي.

محکمې تر وروستۍ پرېکړې پورې د محصلانو د زده‌کړو د دوام اجازه ورکړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here