د سعودي عربستان ملکي دفاع ادارې د هېواد په څو سیمو کې د احتمالي خطرونو له امله خبرداری ورکړی.
د ملکي دفاع ادارې ویلي، د مکې مکرمې، د شمال لوېدیځ تبوک، د سره سمندرګي ساحلي سیمو جده او ینبع او د طایف په ګډون یو شمېر سیمې د خبرداریو په لړ کې شاملې دي.
تر اوسه د دغو خبرداریو د لامل او د احتمالي خطرونو د ډول په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

