د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن زوی هنټر بایډن ویلي چې د پلار د پروستات سرطان ناروغي یې نوره هم خپره شوې او هغه له سختو دردونو سره مخ دی.
هنټر بایډن ویلي، د پلار د ناروغۍ وضعیت یې ډېر دردناک دی او دوی یې خواشیني کړي.
د بایډن زوی له بي بي سي سره په مرکه کې د خپل پلار د ناروغۍ د سختوالي پخلی کړی.
جو بایډن په ۲۰۲۵ کال کې د پروستات د سخت سرطان په ناروغۍ اخته کېدل تایید کړي وو. هغه مهال هم ویل شوي وو چې سرطان یې هډوکو ته خپور شوی دی.

