د امریکا د افغانستان جګړې کمېسیون اعلان کړی چې د دغه کمېسیون ماموریت د کانګرس د مشرانو له خوا د یوه بل کال لپاره تمدید شوی دی.
د کمېسیون د ګډو مشرانو شمیلا چوهدري او ډاکټر کالین جکسون په وینا، د دې تمدید له امله به د افغانستان د شل کلنې جګړې په اړه د کمېسیون وروستی راپور د ۲۰۲۷ کال تر اګست پورې وړاندې شي.
کمېسیون وايي، دغه اضافي موده به د مهمو اسنادو او معلوماتو د بشپړ راټولولو، څېړنې او د جګړې د مهمو پوځي، سیاسي او ډیپلوماټیکو پرېکړو د لا ژورې ارزونې لپاره وکارول شي.
د افغانستان جګړې کمېسیون په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا د کانګرس له خوا د افغانستان د جګړې د ارزونې لپاره جوړ شوی و.

