جمعه, سپتمبر 25, 2026
Homeافغانستاند افغانستان سوداګرۍ خونې د سرطان د خیریه روغتون د جوړېدو طرحه...

د افغانستان سوداګرۍ خونې د سرطان د خیریه روغتون د جوړېدو طرحه تصویب کړه

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه پلاوي د «سرطان تخصصي خیریه روغتون» د جوړېدو طرحه تصویب کړې ده.

د خونې د معلوماتو له مخې، دغه روغتون به په لومړي پړاو کې د ۱۰۰ بسترو ظرفیت ولري او د سرطان ناروغانو، په ځانګړي ډول بې‌وزلو او اړمنو کسانو د تشخیص او درملنې لپاره به جوړ شي.

د خونې رئیس سید کریم هاشمي ویلي، د سرطان د درملنې لوړ لګښتونه ګڼې افغان کورنۍ له ستونزو سره مخ کړې دي او دا پروژه د هېوادوالو لپاره یوه بشري او ملي هڅه ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې اجرائیه پلاوي پرېکړه کړې چې د دې روغتون د جوړېدو لپاره د ځمکې، طبي تجهیزاتو، مالي سرچینو او د مدیریت د څرنګوالي د ارزونې په موخه یوه مسلکي کمېټه جوړه شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here