چهارشنبه, اگست 19, 2026
Homeافغانستاند افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کالیزه؛ د امان‌الله خان له سیاسي استقلاله...

د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کالیزه؛ د امان‌الله خان له سیاسي استقلاله د یوه نوي افغانستان د جوړولو هڅو پورې

نن د اګسټ ۱۹مه د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۷مه کالیزه ده؛ هغه خپلواکي چې د غازي امان‌الله خان د واکمنۍ په لومړیو کې، د ۱۹۱۹ز کال د درېیمې افغان ـ انګلیس جګړې او ورپسې د راولپنډۍ تړون له لارې افغانستان ته د خپل بهرني سیاست د خپلواک چلولو حق ورکړ. امان‌الله خان د ۱۹۱۹ز کال د اګست په ۱۹مه د افغانستان بشپړه خپلواکي اعلان کړه.

خو د غازي امان‌الله خان لپاره خپلواکۍ یوازې د بهرني ځواک له سیاسي نفوذ د وتلو لپاره بسنه نه کوله؛ هغه هڅه وکړه چې له خپلواک افغانستان یو عصري، قانون‌مند او پر ځان بسیا دولت جوړ کړي.

د هغه د واکمنۍ له مهمو بدلونونو د افغانستان د لومړي اساسي قانون جوړېدل وو. د ۱۹۲۳ز کال نظامنامې د فردي آزادۍ، د قانون له مخې د خلکو د حقونو، د مطبوعاتو د آزادۍ، وړیا زده‌کړې او د غلامۍ د رسمي لغوه کېدو اصول تثبیت کړل. په همدې اساسي قانون کې لومړنۍ زده‌کړې هم اجباري وبلل شوه.

زده‌کړه د امان الله خان د دولت د بدلون له مهمو ستنو وه. د نجونو لپاره ښوونځي پرانیستل شول، مسلکي او د ښوونکو د روزنې مرکزونه جوړ شول او افغان ځوانان د لوړو زده‌کړو او مسلکي زده‌کړو لپاره بهر ته واستول شول. د ۱۹۲۰مې لسیزې تر پایه سلګونه افغان زده‌کوونکو د جرمني، فرانسې، برېټانیا، شوروي اتحاد او ترکیې په ګډون بېلابېلو هېوادونو کې زده‌کړې کولې.

امان‌الله خان د دولت د ادارې، مالیې او اقتصاد په برخه کې هم ژور بدلونونه راوستل. د دولت لومړنۍ بودیجه جوړه شوه، د مالیاتو نظام اصلاح شو، د فساد او قاچاق پر وړاندې مبارزه وشوه او په ۱۹۲۳ کال کې «افغانۍ» د افغانستان د نوي پولي واحد په توګه معرفي شوه. د کورنیو صنایعو او کرنې د پیاوړتیا لپاره هم هڅې وشوې.

د هغه د حکومت د عصري کېدو هڅې تر زیربناوو هم ورسېدې؛ د سړکونو، پلونو او دولتي ودانیو جوړولو پروژې پیل شوې او د کابل له دارالامان سره د نښلولو لپاره د افغانستان لومړنۍ کوچنۍ رېل پټلۍ هم جوړه شوه. د مخابراتو او اداري اړیکو د پراختیا لپاره هم کار وشو.

د ښځو د تعلیم او په ټولنیز ژوند کې د هغوی د ګډون ملاتړ هم د هغه د اصلاحاتو یوه مهمه برخه وه. ملکه ثریا او شهزادګۍ کبرا د ښځو د زده‌کړو او ټولنیز مشارکت په هڅو کې مهم رول درلود. د نجونو د لومړني ښوونځي له جوړېدو وروسته، ښځې د زده‌کړو او مسلکي روزنې لپاره بهر ته هم واستول شوې.

د امان‌الله خان اصلاحات د قانون او حکومتولۍ تر کچې محدود نه وو؛ هغه غوښتل افغانستان له نړیوالې انزوا ووځي او له نورو هېوادونو سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي. خو د چټکو ټولنیزو او سیاسي بدلونونو له امله یې له مذهبي مشرانو، قبایلي ډلو او د ټولنې له ځینو محافظه‌کارو برخو سره سخت مخالفتونه هم پیدا شول. د اصلاحاتو پر وړاندې مقاومت په پای کې د هغه د واکمنۍ له جدي بحرانونو شو.

د امان‌الله خان د خپلواکۍ تصور یوازې دا نه و چې افغانستان دې د بل هېواد تر واک لاندې نه وي؛ هغه غوښتل افغانان په خپلواک هېواد کې قانون، ښوونځي، مطبوعات، عصري ادارې، صنعت او د دولت پر وړاندې تعریف شوي حقوق ولري. همدا لاملونه دي چې ۱۰۷ کاله وړاندې د هغه د خپلواکۍ اعلان، د افغانستان د معاصرې دولت جوړونې له مهمو پړاوونو هم ګڼل کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here