یکشنبه, اگست 30, 2026
Homeافغانستاند افغانستان بانک: د ۲.۵ میلیارد افغانیو مندرس بانکنوټونه له منځه وړل...

د افغانستان بانک: د ۲.۵ میلیارد افغانیو مندرس بانکنوټونه له منځه وړل شوي

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک ویاند حسیب‌الله نوري وايي، په تېر یوه کال کې د شاوخوا ۲.۵ میلیارد افغانیو په ارزښت مندرس بانکنوټونه له پولي دوران راټول او له منځه وړل شوي دي.

نوري له خلکو غوښتي چې زاړه او مندرس بانکنوټونه د افغانستان بانک یا سوداګریزو بانکونو ته وسپاري او په بدل کې نوي بانکنوټونه ترلاسه کړي.

د افغانستان بانک له دې مخکې هم ویلي چې د مندرس بانکنوټونو راټولول او په بدل کې یې د نویو بانکنوټونو بازار ته وړاندې کول د پیسو د دوران د ښه کیفیت لپاره ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې هېوادوال، هټیوال او د کاروبارونو څښتنان لا هم د افغانیو د زړو بانکنوټونو له زیاتوالي شکایت کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here