د اسلاماباد سترې محکمې یوه قاضي پاکستان کې د افغان زدهکړیالانو د تحصیلي ویزو د غځولو د قضیې پر مهال وړاندیز کړی چې زدهکړیالان دې د خپلې ستونزې د حل لپاره د افغانستان سفارت ته مراجعه وکړي.
قاضي خادم حسین سومرو ویلي، افغان سفارت کولی شي د دغو زدهکړیالانو د ویزو موضوع له پاکستاني سفارت سره مطرح کړي او له ډیپلوماټیکې لارې د ویزو د مودې د غځولو لپاره هڅه وکړي.
دا څرګندونې د هغو ۸۷ افغان زدهکړیالانو د قضیې د اورېدنې پر مهال شوي چې په پاکستان کې د خپلو تحصیلي ویزو د غځولو غوښتنه لري.
د محکمې قاضي د افغان زدهکړیالانو د قانوني وضعیت په اړه هم پوښتنې مطرح کړي او ویلي یې دي چې د بهرنیو وګړو د حضور او د هغوی د قانوني حقونو موضوع باید د اړوندو قوانینو له مخې وکتل شي.
محکمې د قضیې راتلونکې اورېدنه هم ځنډولې ده.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په پاکستان کې د لسګونو افغان زدهکړیالانو د ویزو موده ختمه شوې، د پاکستان حکومت ویزه نه ورکوي او هم مهاله د نیولو او ایستلو له ګواښ سره مخ دي چې له امله یې زدهکړیالانو د اسلاماباد سترې محکمې ته عریضه کړې ده.

