یکشنبه, اکتوبر 4, 2026
Homeامنیتخواجه اصف: پښتونخوا ته ترهګري عمران خان راوړله

خواجه اصف: پښتونخوا ته ترهګري عمران خان راوړله

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف د خیبر پښتونخوا د اعلیٰ وزیر سهیل افریدي د څرګندونو په غبرګون کې هغه تورن کړی چې ګواکې په دغه ایالت کې د ترهګرۍ د قربانیانو د کورنیو پوښتنه نه کوي او د ملکي وګړو د وژل کېدو مسوولیت نه مني.

خواجه اصف ویلي، هغه کسان چې د خیبر پښتونخوا د بې‌ګناه ملکي شهیدانو په اړه خبرې کوي، باید ووایي چې ایا کله یې د یوه ملکي شهید کور ته تللي او د هغه لپاره یې فاتحه کړې ده که نه.

نوموړي ادعا کړې چې ترهګري خیبر پښتونخوا ته د تحریک انصاف د مشر عمران خان د حکومت پر مهال راوړل شوې او عمران خان یې په دغه ایالت کې د وسله‌والو د مېشتولو «تر ټولو لوی ملاتړی» و.

د پاکستان دفاع وزیر همداراز د خیبر پښتونخوا پر حکومت تور لګولی چې د حکومت شتمني لوټي او د بډو له لارې یې یوه برخه ترهګرو ته ورکوي.

د سهیل افریدي او خواجه اصف ترمنځ دا لفظي شخړه وروسته له هغې رامنځته شوې چې افریدي د امنیتي وضعیت، پوځي عملیاتو او د خیبر پښتونخوا په اړه د فدرالي حکومت پر تګلارو سختې نیوکې کړې وې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here